نوي ۱۳۹۰ کال دافغانانو ترمنځ دنفرت اوکینی ځخه لیری کال غواړم
رحمت اله روان رحمت اله روان

تر هرڅه دمخه وګردو ګرانودوستانو،په خارج اوکوردننه په ګران هیواد کی درنو افغانانواو دهغوی ومحترمو کورنیو  ته د ۱۳۹۰ هجری شمسی کال د رارسیدو له امله دزړه له کومی مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم د لوی ځښتن تعالله له در باره  ځخه نوی کال د ټولو افغانانو لپاره چی دنړی په هر کنج او کنار کی ژوند کوې  ددوستی،یووالی، پخلاینی صحت او پوره سلامتیا ځخه ډک کال غوښتونکی یم، اودافغانانو تر منځ دکرکی او نفرت ځخه لیری کال زما یوازنی غو ښتنه او ارزو ده،ګرانو دوستانو په خارج او داخل کی درنو افغانانو لکه څرنګه چی خبر یوچی متاسفانه د۱۳۹۰ هجری شمسی کال درارسیدو ځخه لا پخوا په رسنیو کی نوی کال دافغانستان لپاره بیاهم دتیرو په شان دکړاونو او مشکلاتو ځخه ډک کال دیو تعداد خارجی او داخلی کړیو له لوری چی دافغانستان په چارو کی ځانونه دخیل ګډی په ګوته شوی دې چی وایی نوی ۱۳۹۰ هجری شمسی کال به په افغانستان کی د سیاسی،نظامی،او اقتصاد له پلوه سرنوشت ساز او ټا کونکی کال وي،هغه په دی مانا چی ددی کال په لمړی ورځ به دافغانستان دولسمشر له لوری دهغو ځو ولایاتو او ښارونو نومونه په ډاګه شی چی دهغوی دکنترول چاری به دخارجی قواو ځخه وافغانی قواو ته سپارلی کیږې او دغه لړی به تر ۱۳۹۴ هجری شمسی کا ل پوری په ګرده افغانستان کی بشپړه کیږې زه دغه اقدام مشکلات نه بلکی دسولی او امنیت لپاره په افغانستان کی په نوی کال کی دیوه نیک اقدام په شکل ګورم چی انشالله افغانان به وکولای شی چی دخپل هیواد چاری په خپله مخ ته بوزې داچی ځینی اشخاص دامشکلات ګڼی دا دهغوی دبی اعتمادی احساس دی چی دافغانانو په باب یی لرې او همیشه یی دموضوعاتو دمنفی اړخونو په باب فکر کړی دې  چی زمونږ ډیر یو تعداد افغانان په دغه منفی نظریاتو باندی اوس عادت  کړي دې،بله ډیره مهمه او دپام وړ موضوع په افغانستان کی دامریکا دنظامی اډو دجوړیدو پرسر ده چی لا وار دمخه په رسنیو کی په دغه باب  مختلف عکسلعملونه  په خارج او داخل کی ځرګند شوی دې او تر اوسه چی کومه نتجه تر لاسه شوی ده نسبت افغانانو ته دافغانستان ګا ونډیو هیوادونو خصوصا ایران او پاکستان ډیر شدید عکسلعملونه دموضوع په باب ځرګند کړی دې او تر پښو لاندی یی   اور بل شوی دې او په کلکه په افغانستان کی دامریکا دنظامی اډو دجوړیدو مخالفت کوی البته علت او عوامل یی هم معلوم  دی چی نه غواړی  په خپل ځنګ کی با ثبات او باامنه افغانستان وګوری او غواړی چی په افغانستان کی باید همیشه دجنګ او جګړی اوربل وساتی او دی باید ددی جنګ له لاری خپلی ګټی په افغانستان کی تر لاسه کړی.افغانان باید دامریکا دنظامی اډو دشتون په باب  دپوره هوښیاری اوعمیق فکر ځخه کار واخلی او د یوه باثبات افغانستان دبیا جوړه ولو موقع دایران او پاکستان دشومو اغراضو پخاطر له لاسه ور نه کړي او دهغوی دخبرو تر تاثیر لاندی را نه شې.

ایران او پاکستان باید په دی پوه وی چی هیځ افغان دخارجی نظامی عسکرو شتون که هغه دائمی  یا  موقتی وي او که هغه دلیری او یا ګاونډیو خارجی ملکونو ځخه وی په خپله خاوری کی نه مني او همیشه یی دخارجی قواوو پر ضد دپیروزی تر حده مقاومت کړې دی داچی اوس اویا هم مخکی تر دی افغانانو دخارجی نظامی قوتونو موجودیت په خپله خاوری کی منلی دې هغه دیوخاص محبوریت له وجه او علت یی یوازی او یوازی دافغانستان په داخلی چارو کی دګاونډیانوخصوصا د ایران او پاکستان ناوړو لاسوهنو نتجه وو ، ګاونډیانو خصوصا ایران اوپاکستان همیشه افغانان  دیوه اوبل په مقابل کی په مختلفو نومونو استعمال کړی دې، که ځینی افغانانو په دی لاره کی خپل ځانونه دپاکستان او ایران وخدمت ته دخپل هیواد او خلګو دبربادی پخاطر وقف کړی هم وی هغه دنه پوهیدو او ځینو مجبوریتونو او خاصو احتیاجاتو له وجه وو او دې ، ایران او پاکستان دافغانانو له محتاجی او احساساتو ځخه  همیشه غلطه استفاده کړې ده، چی خوشبختانه نن ور ځ ډیر افغانان دایران او پاکستان په دغه ناوړه  او له دښمنی نه ډک عمل باندی پوه شوی دی او لا هم ورځ په ورځ پوهیږې  مثالونه یی مونږ ګورو دجهاد ددوران ډیر قومندانان  چی  په ایران او پاکستان کی یی وسلی ، مهمات انفجاری مواد  په افغانستان کی دجنګ او جګړی پخا طر تر لاسه کول  او دپاکستانی کرنیلانو په دستور به یی  په خپل هیواد کی  پلونه ،سړکونه ،مکتبونه ،شفاخانی،مخابرات،او نور دولتی تآسیسات له منځه وړل نن په خپلو تیرو اعمالو او دپاکستانی کرنیلانو پر شومو لاسوهنو باندی په شکاره ډول اعتراف کوې او هر ځای وایی چی ایران او پاکستان زمونږ افغانانو له نیکو احساساتو ځخه دخپلو ناروا ګټو پخا طر په افغانستان کی ګټه پورته کوله، بنآ اوس هم لیری نه ده چی ټول افغانان په یوه خوله اومشتر که ژبه دایران او پاکستان دشومو اهدافو په مقابل کی دخپل هیواد د ابادی پخاطر په خپل منځ کی متحد شې او دملی یووالی په روحیه دافغانستان دملی ګټو دساتنو پخاطر یوه اوبل ته لاس ور کړې ،په نوی ۱۳۹۰ هجری شمسی کال کی دټولو افغانانو تر منځ دداسی یوی روحیی درا ژوندی کولو په هیله او امید یم.

په نوی ۱۳۹۰ هجری شمسی کال کی دټولو درنو او بادرکه افغانانو ځخه خصوصا هغه افغانانو ځخه  چی روز مره دافغانستان دموضوعاتو په اړه په رسنیو پوری ځان تړلی ګڼی هیله لرم چی دیوا افغان  او دیوه کشر ورور په صفت زما دغی هیلی او پیام ته مثبت جواب ووایی چی دافغانستان دملی ګټو پخاطر دخپل منځی تیرو ناوړو اختلا فاتو ځخه نور تیر شې او دیوه اوبل پرضد ناوړه لیکنی دنورو دتوهین اوتحقیر پخاطر ورسنیو ته ونه سپارې،تیر اختلافات ددی باعث ګرځیدلی دی چی مونږ افغانان و نشو کولای چی دافغانستان دکړکیچ دحل پخاطر په یوه مشخصه طرحه باندی اتفاق او اتحاد ته ورسیږو او هغه تیر اختلافات نورهم مونږ دنابودی وکندی ته اچوې، هیله لرم څوک  زما ځخه په دی خبره خفه هم نشي چی په تیر کال کی دافغانستان دمعضلی دحل پخاطر دهیواد دډیرو تکړه سیاسی شخصیتونو له لوری ډیری ښه سنجول شوی او معقولی طرحی وړاندی شوې ولی متاسفانه ددی پر ځای چی نور افغانان دوړاندی شوی طرحی په باب نظریات اوغوره پيشنهادات ارائه کړي دطرحی دوړاندی کونکی دشخصیت په باب بیځایه تبصری او ځیړنی یی ورسنیو ته وړاندی کړي ، طرحه به خپل ځای دکاغذ پرمخ پاتی شوه اوبالاخره داختلافاتو له وجه هر چاه مختلفی طرحی دخپل نظراو غوښتنی مطابق رسنیو ته وړاندی کړي په نتجه کی تفریبا له ۱۵ طرحو ځخه یوه طرحه هم عملی نه شوه،داسی معلومیږی چی زمونږ افغانانو هرنوی کار او اقدام فقط دیوی اوونی لپاره ډیر با ارزشته او ګرم وی او ټول ور باندی مصروف وی ولی یوه اوونی وروسته هغه په خپل ځای پا ته وی او دیوه بل نوی اقدام په لټه او فکر کی کیږو .

هغوی چی دپردیو استخباراتو په هدایت او مادی امتیازاتوپه مقابل کی غواړی خپل هیواد دا دافغانانو لوی او مشتر ک کور له خطر او تجزیی سره مخامخ کی او دافغانانو تر منځ ونفاق او شقاق ته دپردیو په هدایت لمن وهي او دخپل ځان ګټي دنورو په توهین او تحقیر کی لټوي په دی باید پوه شي چی یوه ورځ  به دوی په خپله هم دهمدغو بیګانګانو له لوری رسوا او له منځه وړل کیږې ځکه خارجیان تر هغه وخته له خپلو اجنتانو ځخه استفاده کوی چی ددی ګټی د خپلواجنتانو په وجود کی نغښتی وې کوم وخت چه هغوی په دی پوه شی چی نور نو ددی اجنتانو په وجود کی زمونږ ګټی نشته په هغه صورت کی یی عاجل دله منځه وړلو په باب ډیر ژر تصمیم نیسی.ښه مثالونه یی په پاکستان،ایران،مصر،عراق، او دمنځنی ختیځ په نورو هیوادونو کی ټولو ته ښه معلوم دې،را ځی چی په نوی ۱۳۹۰ هجری شمسی کال کی تصمیم ونیسو چی خپل هیواد باید مونږ په خپله دپردیو دګټو پخا طرپه خپل لاس خراب نه کړو او له دی بی ځایه تبصرو او ځرګندونو چی دخپلو افغانانو په باب یی لرو تیر شو له بیځایه احساساتو او بی له کوم خاص صلاحیته دنورو په باب بیځایه قضاوت او فیصلی صادری نه کړو..پای 

 


March 20th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي